د اروزګان د کرنې او اوبو لګولو رياست وايي چې سږ کال د دغه ولايت پر ٩٠ سلنه کرنيزو ځمکو کې غنم کرل شوي دي. د دوی په خبره، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته په دغه ولایت کې د غنمو کښت زیات شوی دی. اروزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې په وروستیو کې د وېشل شويو اصلاح شويو تخمونو له امله په دغه کې د غنمو حاصل خورا زيات شوی دی. بزګران وايي اوس يې تر ډېره د کوکنارو له کښت څخه لاس اخيستی او د غنمو کرلو ته يې مخه کړې ده.