اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اروپايي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشردوستانه مرستو بنسټ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۱.۳ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. اوچا ویلي، چې پرلپسې ملاتړ د افغانانو د ژغورلو لامل کېږي. نوموړي بنسټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشردوستانه مرستو بنسټ له ۲۰۲۲ کال څخه تر اوسه ټولې ۷.۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده. اوچا د روان کال د سرطان پر ۲۰مه هم ویلي و چې د سرپرست حکومت له واکمنۍ شاوخوا درې کاله وروسته هم په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

وروستي مطالب

ایراني پانګوال افغانستان کې د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي

نوي مطالب

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور