بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي مسوولینو ناوړه چلند غندلی. په دې اعلامیه کې راغلي؛ یاد ناوړه چلند د سرپرست حکومت ژوره اندېښنه راپارولې ده او ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د دې ډول پېښو په ترسره کولو سره د دواړو هېوادونو مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړي. بهرنیو چارو وزارت له ایراني چارواکو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند څېړنه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانانو د حقوقو څخه سرغړونه په افغانستان کې د خلکو احساسات زیانمن کړي.