د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې دکانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د ساتنې په موخه جوړه شوې کړنلاره تایید شوه او کانونو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د اختلافي ټکو د حل په موخه ناسته وکړي. د اقتصادي معاونیت پر اېکس پاڼه دغه راز لیکل شوي، چې د عامه ساتنې ملي تصدي به په ټول هېواد کې د کانونو د ساتنې په موخه ځانګړې شوې قطعه لا پیاوړې او منظمه کړي، چې له مخې به یې د غیر قانوني او خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي. د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې ارزګان ته د برېښنا پر رسولو او د کابل په کمپنۍ سیمه کې د مېوو او سبزیو مارکېټ لپاره د طرحې پر جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.