اقتصاد وزارت په روان زېږدېز کال کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له لوري، د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۵۸۹ پروژو له عملي کېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت د مسوولینو په وینا له تېرو دوو کلونو راهیسې نږدې ۷۰۰ کورنیو او ۲۴ بهرنیو بنسټونو په بېلابېلو برخو کې د فعالیت په موخه له دغه وزارت د فعالیت جوازونه اخیستي دي. د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم په بېلابېلو برخو کې د غیر دولتي بنسټونو فعالیتونه اغېزناک بولي.