ایراني پانګوال افغانستان کې د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې ایراني پانګوال لېواله دي په افغانستان کې د اوسپنې پر کانونو پانګونه وکړي. د مالوماتو له مخې د یاد هېواد یو‌شمېر شرکتونو د هرات غوریان د اوسپنې پر کان پانګونه کړې ده. سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره هلې‌ځلې کړي او هڅه یې کړې چې د ایران له چابهار بندره د افغانستان د ګټې‌اخیستو ونډه زیاته کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګري ۶۸۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې جملې څخه ۱۵ میلیونه ډالره یې صادرات او ۶۷۳ میلیونه ډالر واردات دي.

وروستي مطالب

غور کې ترافیکي پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نوي مطالب

اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته کړې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور