د بغلان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په روان کال کې یې د یاد ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۲۹۳ میلیونو، ۴۴ زرو ۴۴ افغانیو په لګښت د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې ۵۵۰ کیلومټره کلیوالي سړکونه جوړ او بیارغولي دي. د یاد ریاست په وینا د دغو سړکونو په جوړولو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.