تاکاشي اوکادا: هېواد یې له نړۍ سره د سرپرست حکومت د نږدې کېدو لپاره هڅه کوي.

په کابل کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې هېواد یې له نړۍ سره د سرپرست حکومت د نږدې کېدو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. اکادا د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې، د افغانستان او جاپان ترمنځ پر اړیکو سربېره د بشري مرستو په اړه هم خبرې اترې کړي دي. حنفي په دغې لیدنه کې د نړۍ له هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتنه کړې ده. ورته مهال د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلی، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي مسایلو په هکله هم خبرې کړې دي. د مجاهد په خبره حنفي ویلي، هېچاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

وروستي مطالب

ننګرهار کې سږ کال د پنبې حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

نوي مطالب

څه باندې ۳ زره افغان کډوال له ايرانه هېواد ته راستانه شول

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور