ترکي کمپنۍ په افغانستان کې د خامو نفتو د پروسس فابريکه جوړوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکي کمپنۍ له استازي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ترکي کمپنۍ استازي د افغانستان دننه د خامو نفتو د تصفیې په برخه کې خپله علاقمندي ښودلې او ويلي يې دي چې د افغانستان د نفتو په برخه کې د پانګونې تر څنګ د هېواد دننه په سټنډرډ او معیاري توګه د نفتو د تصفیې فابريکه جوړوي. دغه راز په دې ناسته کې استازي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو، اسانتیاوو رامنځته کولو او د هېواد دننه د خامو نفتو د کارخونې جوړولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

وروستي مطالب

چین له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي

نوي مطالب

ننګرهار کې کډوالو ته کورونه جوړيږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور