د افغانستان بانک وايي، په تېر یوه کال کې د هېواد له بازارونو پنځه میلیارده او دوه سوه میلیونه زړې افغانۍ راټولې او سوځولي دي. د دغه بانک ویاند وايي، د پولي پالیسیو په عملي کولو سره له بازارونو زړې افغانۍ راټولې او بیا یې سوځوي. له دې سره سم د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لا هم په بازارونو کې زړې افغانۍ شته او په وینا یې د راکړې ورکړې پر مهال له ستونزو سره مخ وي.