کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له نشهيي توکو سره د سرپرست حکومت قاطع مبارزې ته په کتو په افغانستان کې د بدیل معيشت لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي. کورومیا زیاته کړې؛ جاپان په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلې کړې او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوام ولري. ورته مهال په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال هيله ښودلې، چې د دوحې ناستې ګډونوال به د نشهيي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي. هغه ویلي، تمه لري څو د افغانستان پر بانکي سیستم لګول شوي محدودیتونه لري شي.