د افغانستان بانک د افغانۍ د زرګون او پنځه سوه ګون د زړو بانکنوټونو پرځای بازار ته د نویو بانکنوټونو د وړاندې کولو د پیل خبر ورکوي. د افغانستان بانک وايي، چې دا پروسه عملا په ټول هېواد کې روانه ده. دغه بانک وايي، چې پردې سربېره د زړو بانکنوټونو د نورو ډولونو راټولول او بازارونو ته د نویو بانکنوټونو د عرضې بهیر لاهم روان دی. دغه راز خلکو ته لارښوونه شوې چې په مرکز او ولایتونو کې دې د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو استازولیو ته مراجعه وکړي او تر لس زره افغانیو پورې نوي بانکنوټونه د زړو هغو په بدل کې ترلاسه کړي. دا اندازه د لسګون او شلګون بانکنوټونو لپاره لس زره او د پنځوس ګون او سلګون لپاره ۴۰ زره افغانۍ ښودل شوې ده.