د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې؛ د برېښنا اړوند څو مهمې پروژې تایید شوې دي. د مالوماتو له مخې دې غونډې ته د هرات د پل هاشمي سب سټېشن جوړولو، له نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پل هاشمي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ سنګل سرکټ د انتقال لین او په دغه ولایت کې د ۲۲۰کیلوولټ موبایل سب سټېشن پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې تر هر اړخیز بحث وروسته، یادې پروژې د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید شوې او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته وړاندې شوې؛ تر څو په اړه یې خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي. د یادولو وړ ده، چې پر یادو پروژو ۲۵ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه ۱۲۰کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت ته وصل شي.