دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټولې دغه پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې مصرف یې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې له ډلې به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي. او دغه راز دوه سوه میلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړي او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي.