د افغانستان او چین ترمنځ د نښلېدونکي سړک چارې بشپړې شوي

د بدخشان کوچني پامیر کې له چین سره د افغانستان نښلېدونکي سړک چارې بشپړې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس چې د دغه سړک له چارو څخه د لیدنې په موخه تللی وايي، د یاد سړک د جوړولو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.
نوموړی د واخان تاریخي دهلېز د افغانستان او سيمې لپاره د ملا تیر یاد کړی او زیاته یې کړه چې د دې لارې د چارو په بشپړېدو او د چين بندر په بېرته ‎ پرانيستل کېدو به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د دغه سړک جوړېدو له امله د سیمې خلک خوښي ښيي. د یادونې وړ ده چې د ورېښمو لارې بیا جوړېدل به یو ځل بیا ختیځه اسیا له سویلي اسیا سره ونښلوي.

وروستي مطالب

هېواد کې د برېښنا رسولو د نیمګړو پروژو چارې پیل شوي

نوي مطالب

کابل کې څه باندې ۸۸۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځول شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور