د افغانستان د علومو اکاډمۍ اریانا قاموس «پښتو – پښتو» لومړی ټوک له « آ – ت » توري پورې په ۹۱۸ مخونو کې چاپ کړ. په دغه یو ژبیز تشریحي قاموس کې تر ډېره د وخت غوښتنې او اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
اریانا قاموس کې تر ټولو مهمه خبره د وییونو د تکرار مخنیوی او له لهجوي مسایلو څخه را وتل دي. علومو اکاډمۍ ویلي چې اوسمهال د اریانا قاموس د پاتې کار او نورو ټوکونو د بشپړولو چارې روانې دي.