د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو په نفتي حوزه کې ۱۷ څاه ګانې فعالې دي، چې په ورځ کې ۸۰۰ ټنه تېل استخراجوي، چې د هېواد یوازې لس سلنه اړتیا پوره کوي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به نورې څاه ګانې هم وکیندل شي، چې له دې سره به د استخراج بهیر زیات شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په کال کې تر درې نیم میلیونه ټنه نفت وارېدیږي، چې له کورنیو سرچینو د استخراج د اسانتیاوو برابرېدل د افغانستان په ځان بسیاینه کې مهم رول لري.