د روغتیا نړیوال سازمان د شمال له سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې یې له سېلاب ځپلو سره د مبارزې لپاره د ۷ مټریک ټنه اړینو درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده. دغه سازمان زیاته کړه، چې د څښاک د پاکو اوبو رسولو، د حفظ الصحې بسته بندۍ او د روغتیايي اسانتیاو د برابرولو هڅې روانې دي. د خبر پاڼې له مخې د طبي مرستو لېږد د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د دې سازمان د هڅو یوه برخه ده. د روغتیا د نړۍوال سازمان چارواکي وايي، چې د دوی کارکوونکي اوس مهال په سېلاب ځپلو سیمو کې شتون لري او له خلکو سره د مرستې هڅه کوي.

وروستي مطالب

سرپرست حکومت په ټوله مانا د کورنیو تولیداتو ملاتړی دی

نوي مطالب

ترکیې ته د افغانستان په صادراتو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور