د سالنګونو تونلونه روښانه کیږي!

د سالنګونو د لوی تونل، ګالریو او برنډو د روښانه کولو په موخه په شمالي سالنګ کې پر بهېدونکو اوبو د برېښنا یوتوربین نصب شو، چې د مسوولینو په وینا د نږدې ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د بغلان د والي ویاند وايي، چې دغه توربین د سالنګونو د ساتنې ریاست له لوري په شمالي سالنګ کې نصب شوی، چې له ۳۰۰ څخه تر ۴۵۰ کیلو واټه د برېښنا د تولید وړتیا لري او له ۱۳سایټو څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې به د دې توربین له برېښنا څخه ګټه پورته شي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې توربین په نصب او تنظیم یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې به هر کال د سالنګونو د روښانه کولو لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ د برېښنا د تولیدي ماشینونو په تېلو او ترمیم لګښت راته.

وروستي مطالب

د افغانستان بانک، بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کوي

نوي مطالب

په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل به بشري ناورین رامنځته کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور