د غوري سیمنټو فابریکې تولید په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنو ته لوړ شوی

د غوري سیمنټو فابریکې مسوولین وايي، په دې فابریکه کې د ورځې د سیمنټو د تولید کچه ۶۰۰ ټنو ته رسیږي. د غوري سیمنټو فابریکې مرستیال وايي، چې دغه فابریکه هره ورځ تر ۳۰ زره خلتو زیات سیمنټ بازار ته وړاندې کوي. بلخوا د غوري سیمنټو فابریکې کارکوونکي او انجینیران وايي، چې په درېو کاري وختونو کې د دې سیمنټو فابریکې په بیلابېلو برخو کې کار کوي. دغه فابریکه اوسمهال ۷۵۰ کار کوونکي لري او په ۲۴ ساعته ډول کار کوي. د غوري سیمنټو فابریکې مرستیال وايي، په دې فابریکه کې د سیمنټو د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د تولید کچه له ۶۰۰ نه ۹۰۰ ټنو ته ورسېږي. د ده په خبره دوی یوه کڅوړه غوري سیمنټ پر خصوصي سکټور په ۲۵۰ افغانۍ پلوري.

وروستي مطالب

د کندهار، زابل، پکتیکا او ننګرهار له لارې ۱۹۴ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

نوي مطالب

پکتیکا کې د کور سرپرستو مېرمنو ته د چرګانو فارمونه جوړ شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور