د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۲پروژو قراردادونه منظور کړي دي

دافغان حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون پرون د شاوخوا ۱۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲پروژو قراردادونه منظور کړي دي. د خبرپاڼې له مخې د ملي تدارکانو کمیسیون په نوبتي ناسته کې ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له دې ډلې د ۱۲ هغو قراردادونه منظور شوي دي، دغه راز د ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او د دوه نورو د بیو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې په اړه یې وروستي مالومات له ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریک کړي. د یادولو وړ ده، چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز د پوهنتونونو د لیلیو د ودانیو پاتې چارې بشپړول، د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې سړکونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

وروستي مطالب

پر اسراییل مو دفاعي برید پای ته ورسید

نوي مطالب

هیچاته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور