دفاع وزارت د هرات له زلزله ځپلو سره د کورونو جوړولو په برخه کې۳۶ میلیونه او ۵۷۴ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې نغدي مرستې سربېره یې زلزله ځپلو سیمو ته خپل مسلکي او فني ټيمونه هم استولي دي. دغه وزارت له دې وړاندې هم په لوېدیځ زون کې له زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې وه.