د هرات ښاروالۍ روان کال ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د هرات ښاروالۍ مسوولین د روان کال له پیله تر دې دمه ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د هرات ښاروالۍ ویاند ناطر آرمل ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او هیله لري، چې ورکړل شوی هدف د روان کال تر پایه پوره کړي. آرمل زیاته کړه، چې د یاد شمېر عوایدو د راټولو ترڅنګ یې د یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۰۹ پراختیايي پروژې هم پلان کړې، چې د دغه رياست له زېرمو او پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي. نوموړي وویل، چې د يادو پروژو له جملې څخه نږدې ۵۰ پروژې يې عملي کار پيل کړى او پاتې نورو پروژو عملي چارې به هم ژر پيل شي.

وروستي مطالب

کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین له نوي سفير سره ليدنه کړي

نوي مطالب

افغانستان ته د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ استول شوی لیک!

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور