د ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان کورنۍ مسئله ده

د افغانستان سرپرست حکومت د المان او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشرانو د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې د پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو تامین د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو او د آلمان لومړي وزیر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، دوی یو داسې سوله ییز او باثباته افغانستان ته ژمن دي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه پکې خوندي وي.
د سرپرست حکومت ویاند یوځل بیا ویلي چې اوسنی حکومت ټول‌ګډونه او د ښځو حقوق هم تامین دي.

وروستي مطالب

تر دې دمه پر ډيورنډ فرضي کرښه ۱۰۵ پوستې جوړې شوي دي

نوي مطالب

لغمان کې د ۷۲ زره ډالرو په لګښت استنادي دیوال جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور