د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. دیاد ولایت دکانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم امیري وايي چې نن دهېواد پر سوداګرو ٣٦٤٠ قيراطه زمرد د ١٩٨ زره ۴٠٠ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.