د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شینګ سره په کتنه کې د نیله باغ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې وکړې. سرپرست وزیر حمدالله نعماني په دغه کتنه کې همدارنګه له افغانستان سره د چین د مرستو له کبله د مننې ترڅنګ په کابل کې د نیله باغ پروژې، چې د چین هېواد په بلا عوضه مرسته جوړېږي، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه خبرې کړې او د یادې پروژې د ټولیزې بشپړتیا د څرنګوالي په اړه مالومات ورکړي دي. نوموړي زیاته کړې؛ د هغه لس زره کورونو له جملې، چې ۱۴۰۰ یې د کابل په نیله باغ پروژه کې جوړېږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسېږي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شینګ ویلي، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو کیفیت او چټکتیا په موخه له اړوند شرکت سره خبرې کړي او تمه لري، چې چارې به یې پر ټاکلي وخت ترسره شي.