د کابل – هلمند پر لویه لاره vip بسونو فعالیت پيل کړ

هلمند کې د نهر سراج بس ترانسپورټي شرکت له لوري، اووه عرادې vip ځانګړي بسونه د اووه لکه اویا زره امریکايي ډالرو په ارزښت د المان هېواد څخه راوارد او هرات ولایت کې خریداري کړي چې، پرون یې په دغه ولایت کې فعالیت پیل کړ.
د هلمند د ترانسپورټ رییس وايي، د وزارت د طرزالعمل مطابق له هلمنده تر کابل پورې د تګ راتګ لپاره ۱۲ ساعته وخت ټاکلی چې پر ټاکلي وخت به چلوونکي چلونې کوي تر څو د ترافیکي پېښو او ستونزو ژغورل شوي وي.
د دې خصوصي ترانسپورټي شرکت مسوول وايي، دا vip بسونه یې تازه له المان هېواده وارد کړي، چې په عصري سیستم جوړ او ځانګړي سهولتونه لري.

وروستي مطالب

د کندوز شېرخان بندر کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

نوي مطالب

کابل کې د دوو فرعي سړکونو د پخولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور