د کابل په کلکانو ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو يو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د خبر له مخې دغه بند، چې د کابل په کلکانو ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د سرچينې د مالوماتو له مخې د اوبو دغه کوچنی بند د ۴۲.۵ متره په اوږدوالي، ۷ متره لوړوالي او ۵۰ متره محافظتي دېوال په در لودلو سره جوړ شوی، چې د ۵۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۲۵۰۰ کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي. د يادولو وړ ده، چې د ياد بند چارې د سرپرست حکومت په مالي لګښت د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره شوې دي.

وروستي مطالب

کندهار کې تر دې دمه ۱۸۰۰ ټنه غنم په ذخیره‌ خونو کې ذېرمه شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور