د کندهار یوه څېړنیز فارم کې ۷۰ ډوله تیلي نباتات کرل کیږي

د کندهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کوهکران څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره ۷۰ ډوله تیلي نباتات کرل کیږي. د مالوماتو له مخې په یاد شمېر تخمونو په ډله کې وطني، ازبکستاني او د ترکیې هیواد د همکارۍ او همږغۍ ادارې ټیکا تخمونه هم شامل دي. د یادولو وړ ده، چې دوه ډوله تخمونه یې د ټیکا ادارې، څلور ډوله تخمونه یې د ازبکستان هیواد او نور ډولونه یې د بېلابیلو ولایتو څخه دي. د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، که چېرې یاد تخمونه ښه وده وکړي، نو بیا به یې پر بزګرانو هم ووېشي.

وروستي مطالب

له زورواکو څخه ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول شوي

نوي مطالب

هېواد کې ۱۰ زره بې سرپرسته ماشومان په روزنتونونو کې ساتل کیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور