روان کال له کندهار ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوې صادرې شوې

د کندهار ولایتي چارواکي وایي، چې سږ کال له دغه ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوې صادرې شوې دي. د یاد ولایت چارواکي زیاتوي، له دغه صادراتو څخه یې ۵۵ ميليونه ۵۴۷ زره امريکايي ډالره عواید ترلاسه کړي دي. په صادرو شویو مېوو کې هندواڼې، انګور، انار او انځر یاد شوي دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې، سږ کال د کندهار اوبه په سمه توګه مدیریت شوي او طبیعي افتونه هم کم ول؛ نو، ځکه په کندهار کې د تازه مېوې حاصلات ډېر شوي دي. په کندهار کې د تازه مېوې صادروونکي وايي، د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي؛ خو د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید نورې هڅې هم وشي.

وروستي مطالب

زابل کې د مخابراتي شبکو ۱۳ انتنونه جوړېږي

نوي مطالب

ازبکستان د ترانس افغان ریل پټلۍ پروژه کې له قطر مرسته غوښتې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور