د زابل ولایت د مخابراتو ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت مرکز کلات په ګډون په یو شمېر ولسوالیو او همدارنګه د کابل – کندهار لویې لارې پر سر د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۱۳ انتنونه جوړېږي. د مالوماتو له مخې دغه انتنونه د ټي.ډي.ایف لسمې پروژې له لارې جوړېږي. د زابل ولایت د مخابراتو رییس وایي، د دې نویو انتنونو په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې ۸۰ سلنه خلک له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او زیاتوي، چې د پاتې ۲۰ سلنه خلکو لپاره هم هلې ځلې روانې کړې دي چې له مخابراتي خدمتونو څخه یې برخمن کړي. د یادونې وړ ده چې کلونه وړاندې په مخابراتي برخه کې د زابل خلکو ګڼې ستونزې درلودې چې اوس یې ځينې حل شوې او ځینې یې د حل کېدو په حال کې دي.