د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د پیازو په حاصلاتو کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیر شاهد ویلي، چې تېرکال په لوګرکې پر۱۲۲۰ هکټاره ځمکه پیازکرل شوي وو، چې ترې ۴۰۵۶۵ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو او سږکال د لوګر په کچه ټول ټال پر۱۲۳۰ هکټاره ځمکه کې پیازکرل شوي وو، چې ترې څه باندې ۴۳ ټنه حاصلات ترلاسه شوي چې دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي سږکال د کروندګرو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلا لامل د اقلیم ښه والی، بزګرانوته عامه پوهاوی، پرهغوی د اړینو توکو وېشل او د اوبو د کچې لوړېدل وبلل.