لغمان کې ۵۲ ډوله الوتونکي مرغان ازاد شول

په لغمان کې ۵۲ ډول ډول الوتونکي د ښکاریانو له منګولو خلاص او طبیعت ته ازاد شول.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ د لغمان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسئولینو د وحشي ژوو، ماهیانو او الوتونکو د بې رحمانه ښکار د مخنیوي او د د ریاست الوزرا مقام د حکم د پلې کولو په موخه، په لغمان کې د ښکار د مخنیوي کمپاین پیل کړی، چې د دغه کمپاین په بهیر کې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، کرنې او استخباراتو ریاست د استازو په همغږۍ د مهترلام ښار د الوتونکو د خرڅلاو له مارکېټ څخه څارنه وشوه. د دې څارنې په پایله کې ۵۲ ډول ډول الوتونکي (باښې، باد خورک او شاهین) مرغان له ځینو اشخاصو او هټۍوالوڅخه ترلاسه او بېرته طبیعت ته ازاد شول.

وروستي مطالب

لغمان کې د ۷۲ زره ډالرو په لګښت استنادي دیوال جوړېږي

نوي مطالب

د کابل- جلال‌اباد لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور