له زورواکو څخه ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول شوي

د برېښنا شرکت مسوولینو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د تېر حکومت له سیاستوالو او زورواکو څخه یې د برېښنا د لګښت پاتې ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول کړي دي. د مسوولینو په خبره دغه پیسې پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه شرکت په مشرۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست په ګډون د جوړ شوي کمېسیون په همغږۍ راټولې شوې دي. د برېښنا شرکت مسوولین دغه راز زیاتوي، چې د پورونو د راټولو لړۍ لا هم روانه ده. بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا شرکت له لوري د پورونو د راټولولو د بهیر په هرکلي سره د دغه شرک له لوري د کال په ټولو موسمونو کې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د برابرېدو غوښتنه کوي.

وروستي مطالب

اندونیزیا افغان محصلینو ته تحصیلي زمېنه برابروي

نوي مطالب

د کندهار یوه څېړنیز فارم کې ۷۰ ډوله تیلي نباتات کرل کیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور