د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وايي، چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري په کابل ښار کې ۴۸ زره او ۱۱۹ سوالګر راټول شويدي. اقتصادي معاونیت زیاته کړې؛ له اړمنو سوالګرو سره د سرپرست حکومت له لوري د خوراکي توکو سربېره د نغدو پیسو مرستې شوې او بېسرپرسته ماشومان له ثبت وروسته روزنتونونو ته ورپېژندل شوي دي.