لوړو زدهکړو وزارت د هغو استادانو د منفکۍ خبر چې، په ځينو رسنیو کې لاس په لاس کېږي له حقیقته لرې بللی دی. د لوړو زده کړو وزارت ویاند ویلي، چې د دغه وزارت مشرتابه شورا پرېکړه کړې، د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته ورکړي چې، د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي، د درسي بهیر راپور یې نهراځي او یا هم په بهر کې یې درسي موده پای ته رسېدلې او بېرته هېواد ته نهدي راغلي او د پاتې کېدو لپاره هم کوم معقول عذر نهلري. لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې اوسمهال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا ۱۴۰۰ استادان په بهر کې په زده کړو بوخت او له یاد وزارت سره په اړیکه کې دي.