تورخم کې له پاکستان څخه را ستنېدونکو افغانانو لپاره د یوه خيريه بنسټ له لوري د ۷۰ کورونو د جوړېدو چارې پيل شوې. مسوولين وايي، دا کورونه د کډوالو د لنډمهالې مېشت کېدنې لپاره جوړېږي. مسوولين زیاتوي، دا کورونه به له کورنيو سره مرسته وکړي چې تورخم کې د انتظار پرمهال چې د ثبت او مرستو تر لاسه کولو په موخه يې کوي، دغلته خوندي مېشتې شي. دغه راز د قمر خيريه بنسټ مشر الماس مومند وايي، دوی په دې کمپ کې ۷۰کورونه جوړوي، چې احاطه، يو ۶ په څلورو کې د اوسېدو خونه، پخلنځی، تشناب او حویلۍ به ولري. هغه زياته کړه، چې په يو کور شاوخوا ۲۲۰۰ امريکايي ډالر لګښت راځي چې هر کور په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.