د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی دی، چې د نیمروز ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې یې د ۲ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل کړې دي. د مالوماتو له مخې دغه چک ډیمونه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي لګښت د سېلابونو د اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي په موخه د ۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت، د ۲۷ مترو په اوږدوالي او ۳.۵ متره په پلنوالي سره جوړېږي. دغه چک ډیمونه چې د ۲۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا له ولري، د څه باندې ۲ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده، چې کابو یوه میاشت وړاندې له فراه، بادغیس او هرات ولایتونو څخه هم د چک ډیمونو د جوړولو خبر ورکړل شوی و.