هرات کې زلزله ځپلو ته بل ښار ګوټی هم جوړ شو

د هرات ولایت چارواکو ویلي، چې د غه ولایت په زنده جان ولسوالۍ، د ۲۵ کورونو لرونکي یوه بل ښارګوټي د جوړولو چارې بشپړې او زلزله ځپلو ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه ښار ګوټی چې دیادې ولسوالۍ په ازغالک کلي کې جوړ شوی، لګښت یې د ترکیې د ادیف خیریه بنسټ له خوا ورکړل شوی دی. د دغه ښار ګوټي د جوړېدو چارې په ۲ میاشتو کې بشپړې شوې دي او پرون ورځ د هرات ولایت د ځایي چارواکو په شتون کې زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شو. د یادولو وړ ده، چې په دې ولایت کې لا هم د زلزله ځپلو وګړو لپاره د سرپناه جوړولو لړۍ روانه ده.

وروستي مطالب

کرنې وزارت د قوش‌تېپې کانال ځمکو څخه د ګټې اخیستنې په اړه غونډه کړې

نوي مطالب

بغلان کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دیوالونه جوړ شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور