هرات کې ۱۵۰ نورې صرافۍ تړل شوې دي

د هرات ولایت ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې ۱۵۰ نورې صرافۍ هم تړل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا صرافۍ د جواز نه لرلو له امله پرون د هرات په خراسان مارکېټ کې تړل شوې دي. په یاد ولایت کې ځایي چارواکو صرافانو ته ویلي چې د افغانستان له بانک څخه جوازونه واخلي. په تېرو دوو ورځو کې په «خراسان، شیردل، کریمیار او ضیا» مارکېټونو کې د صرافیو نږدې زر دوکاونه تړل شوي دي. له هرات ولایت څخه د صرافیو د تړل کېدو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې څه موده وړاندې په کندهار کې هم د صرافۍ ځينې دوکانونه د جواز نه لرلو له امله تړل شوي وو.

وروستي مطالب

د کابل ۱۷ مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې روانې دي

نوي مطالب

افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور