د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې ده. د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ د ریګ ساحې په بي بي تیري او جندوم سیمو کې ۲ بنس موټر، چې ۶۳ زره ۴ سوه کیلو چکۍ شوې اوسپنې او مېس په کې بار وو، او غوښتل یې په غیر قانوني توګه یې ګاونډي هېواد ته ولېږدوي، نیولي دي.