هېواد کې د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په طرحه بحث شوی

د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث شوی.
دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، برېښنا شرکت او ګلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یاد شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه وکړي او راپور یې په ټاکلي وخت د اقتصادي معاونیت مقام سره شریک کړي.
اقتصادي معاونیت وایي، چې ګلبهار پاور خصوصي شرکت به د دغه طرحې له مخې په لومړی ۱۰۰ میګاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولید کړي.

وروستي مطالب

پغمان کې د سړک کانکرېټ کولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

نوي مطالب

میدان وردګو کې ترافیکي پېښې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور