هېواد کې ۱۰ زره بې سرپرسته ماشومان په روزنتونونو کې ساتل کیږي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې دا مهال د دغه وزارت اړوند روزنتونونو کې شاوخوا ۱۰زره بې‌سرپرسته او يتيم ماشومان ساتل کېږي. د یاد وزارت ویاند پرون د ګردېز په ښار کې د يوه روزنتون د پرانېستې مراسمو کې وويل چې دا مهال د کابل په ګډون ټولو ولايتونو کې شاوخوا ۱۰ زره بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان په روزنتونونو کې تر روزنې لاندې دي. د ویاند په خبره ياد وزارت هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د بې‌سرپرسته‌ نجونو لپاره هم روزنتونونه جوړ کړي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ياد وزارت تر څار لاندې په هېواد کې د خيريه بنسټونو او موسسو له‌خوا هم ځينې روزنتونونه جوړ شوي، چې بې‌سرپرسته ماشومان په‌کې ساتل کیږي.

وروستي مطالب

د کندهار یوه څېړنیز فارم کې ۷۰ ډوله تیلي نباتات کرل کیږي

نوي مطالب

افغان او روسي چارواکو د دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور