پروان کې د ۱۲ کیلو متره سړک جوړولو چارې پیل شوې

د پروان ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د ١٢ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسوولین دغه راز وایي، چې د پروان سالنګ ولسوالۍ اړوند په کوکلامي کلي کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ١٢ کیلو متره سړک او د ٧٣ مترو په اوږدوالي د یو پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره په یاده پروژه کې د سیمې ١٧٣ تنو ته د ٦ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

وروستي مطالب

بیجینګ: د افغانستان د ستونزو په حل کې به رغنده رول ولوبوو

نوي مطالب

پکتیا کې لسو ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور