په ۱۲مه کې ناحیه د سړک جوړولو ځنډېدلې چارې بیا پیل شوې

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دولسمې ناحیې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې د ۱۳م، ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، د ځینو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا بیاځلې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره دغه سړک ۲۸۶۰ متره اوږدوالى او ۴۰ متره سور لري، چې، د لښتیو، پلولارو، د بايسکل چلولو کرښو او نورو جزئياتو په ګډون به د روان کال په بهیر کې بشپړ شي. مسوولین وایي، د دغه سړک ١٢٠٠ متره برخه قیر ته چمتو شوې او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې یې روانې دي.

وروستي مطالب

روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

نوي مطالب

قطر په افغانستان کې لس روغتیايي مرکزونه جوړوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور