پکتیا کې د اوبو ۲ کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د پکتیا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۲ کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مسوولینو په خبره یاد کانالونه هر یو په ترتیب د ۴۲ مترو په اوږدوالي او ۱،۹ متره په لوړوالي سره او د ۱۰۸ مترو په اوږدوالي او د ۳ مترو په لوړوالي سره د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د یادو کانالونو په جوړېدو سره به د سیمې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه په وخت خړوبه او دغه راز به د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

وروستي مطالب

افغان او روسي چارواکو د دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي

نوي مطالب

دتېرې میاشتې په پرتله د کانګو ناروغۍ ۳۸ سلنه زیاته شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور