د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د یونپس او نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ٤٨٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دې پروژو کې د ښار دننه د پلې لارو، کانکرېټي سړکونو، ویالو او استنادي دېوالونه جوړول شامل دي. د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د سیمې ٨٠٠کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. د پکتیا ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو د پیل هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په ولسوالیو کې هم دې ته ورته اساسي پروژې پلې شي.