پکتیکا کې د ۳ پروژو چارې پيل شوې

د پکتيکا ولایت په چهاربران ولسوالۍ د جلال سوداګریز ګروپ له لوري د یو ميليون او ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې دي. د یاد سوداګریز ګروپ مشر رسنیو ته ویلي چې په دغو پروژو کې د ۲۲۵ دوکانونو په لرلو یو لوی تجارتي مرکز، د ۲۲ خونو په لرلو یو معیاري روغتون او د یوه جامع جومات جوړول شامل دي، چې د جوړېدو چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي. دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې ډاډمن امنیت پانګوال دې ته هڅولي چې د ښارونو ترڅنګ د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

وروستي مطالب

د هلمند څلورو ولسوالیو ته لمریزه برېښنا برابره شوه

نوي مطالب

بهرنیو شرکتونو په هیواد کې پر کانونو ۷میلیارد ډالر پانګونه کړې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور