د جغرافیو د تقسیم ډېرې سیمې د استعمارګرو مداخلو سره غوټه دي چې د استعمار بنیاد د لومړي ځل لپاره فنیقیانو په مدیتراني کې کېښود، ورپسې یونانیان پر دې پَل روان او بیا دا تور استبداد او استعمار اروپا ته په میراث پاتې شو.
د جغرافیو د تقسیم طراحان هغه وخت ډېر شول چې پر هېوادونو د سلطې او حاکمیت نشه اوج ته ورسېدله، د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د نورو د زیربناوو د چور تصامیم ونیول شول … او بیا پکې د ایډیالوژۍ د ترویج نظریه د یرغل سره غوټه وخوړله.
دا د هغه بدرنګ دهلېز پیلامه وه چې په مشترکاتو کې پیوند قومونه یې په جبر سره جلا او هڅه یې کول چې غږونه یې د مؤقت وخت لپاره په مرګوني تهدیدونو سره چوپ کړي خو د ازادۍ په فطرت سنګارو قومونو کې؛ دې اروپایي استعماري پلان ځکه تداوم ونه موند چې فکري او کلتوري مشترکات او د ازادۍ پر لذت پوهېدلې پرګنې د چړو په څوکو یون کوي خو د استعمار په نتیجه کې د جبر کرښې نه شي تحمل کولای نو ځکه یې د حالاتو څخه د درک او د تدریج په مفکورې سره ځانونو ته د پیوندوالي زمینه مساعده کړله.
کله چې مسلمانان د خپل اسلامي منهج او فکري مسیر څخه عدول، راغلی عظمت او حیثیت یې د خودخواهۍ او شخصي منافعو په خاطر پر پاشلي وضعیت عوض کړ پای په تدرج سره ددې بدرنګ تسلسل په بړبوکۍ کې اسلامي جغرافیې هم د سایکس پیکو پر پلانونو برابر او تطبیق یې ورته میسر کړ.
هغه وخت چې مسلمانان د عدم ظرفیت او بې اتفاقۍ له وجهې د اختناق او انحطاط له برخلیک سره مخامخ شول نو فلسطین د انګلیس په مرسته یهودو ته ډالۍ، د منځني ختیځ لویدیځه سیمه فرانسویانو په برخه …. او د عثماني امپراتورۍ تر ولکې لاندې سیمې مو هم د لاسه ووتلې.
ددې تصویرونو تر ټولو خواشینونکي کرښې دا دي چې ددې پلانونو د تحقق لپاره نام نهاد مسلمانانو کلیدي رول ادا کړ او نن یې عار جوړونکې ثمره زموږ پر مخ پرته ده.
د جغرافیو د تقسیم ناسور؛ هغه څه دی چې افغانان یې د نورې نړۍ سره په متفاوتو عواقبو کې له دې بدنامې کرښې “ډیورنډ“ څخه تر ټولو بده خاطره لري.
د نړۍ په تاریخ کې د ډیورنډ کرښې ته ورته قضیې د بلا هېوادونو تر منځ موجودې وې لکه هانګ کانګ سل کاله د برتانیي سره اجاره و خو پای له چین سره شو، مکاؤ څلور سوه کاله پرتګال سره ؤ خو بېرته چین ته حواله شو، مکسیکو، د یمن شمالي او جنوبي، سوریه، جرمني او همداسې د ویتنام قضیه چې دا ټولې د استعمار د جبر کرښې وې چې په دې کې څه د وخت سره حل او ستونزې یې هوارې شوې.
دا چې د “ډیورنډ“ پر قضیې پېړۍ اوړي؛ مګر دا له ماضي راپاتې سرطاني او لاینحل میراثه هغه وخت په مرګوني ناسور بدله شوه چې په سیمه کې مو پاکستان وزېږید.
د پاکستان د ایجاد پر وخت چې د ډیورنډ موضوع افغانانو نړیواله کړله هغه وخت امریکې د پاکستان په تایید رایه وکاروله خو د وخت شوروي په پیل کې د ظاهرشاه سره خو د شرایطو په تغیر؛ چې پاکستان چین ته نږدې او له نفوذ یې وډار شو نو دوئ هم د ډیورنډ په موضوع کې افغان واکمن څخه خپل ملاتړ پیکه او بیا حذف کړ.
پاکستان د دښمن په شکل بارزېدل او د مضر ګاونډي تهداب هغه وخت کېښود چې په 1950 م کال کې یې د پکتیا په سیمه کې بمبار ترسره کړ چې د افغانستان لپاره یې همدا د بدنیتیو او عنادونو پیلامه وه خو ددې قساوت او وحشت په وړاندې بیاهم افغان واکمن د صمیمیت او د ستونزو د حل لپاره مخلصانه هڅه وکړله.
پاکستان هر وخت زموږ له سختو او تنګو شرایطو څخه د سوء استفادې هڅه کړې خو د افغانستان د وخت واکمن ظاهرشاه د مهذب سیاست تاریخ د پاکستان لپاره د محسناتو یوه بې بدیله ډالۍ ده.
کله چې د هند او پاکستان تر منځ په 1971م کال کې جګړه رامنځته شوه د جنګ پر وخت روسیي ولسمشر برېژنیف د افغان حاکم ښاغلي ظاهرشاه څخه وغوښتل چې دا ښه فرصت دی چې د شوروي او هند سره لاس یؤ کړې او پښتونستان د ډالۍ په ډؤل ترلاسه کړئ.
خو مهذب افغان مشر ورته کړل:
بښنه غواړم “د مسلمان لپاره نه ښایي چې د نامسلمان څنګ ونیسي“.
په 1971 م کې د ختیځ پاکستان (بنګله دیش) بیلتون جیوپولیټک وضعیت بدل کړ پاکستان غوښتل چې د افغانستان سره یؤ تفاهم ولري ځکه دې بحراني وضعیت کې د پاکستان دفاع د افغانستان سره په همکارۍ کې نغښتې وه، هلته وسله پورته کړل شوه خو افغان حکومت له وسله پورته کوونکو سره همکاري ونکړله چې همدا د پاکستان پر ثبات تمامه شوه.
وروسته ذوالفقار علي بوټو افغانستان ته راغی او د هند او پاکستان په جګړه کې یې د پاکستان سره د افغانستان د خواخوږۍ مننه وکړله.
د افغانانو په همدې مثبت تعامل کې هم پاکستان دوه مخی کردار ادا کړ، ذوالفقار بوټو ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل:
چې د افغانستان پاچا ظاهرشاه د پاکستان ولسمشر ایوب خان ته ویلي چې د یوه باچا، مسلمان او د یوه افغان په حیث پاکستان سره دی او هېڅکله به خیانت ونکړي.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لوړ پوري چارواکي فرهادي کابل کې د هند سفیر ته وویل چې د افغانستان پاچا محمد ظاهرخان په لفظي یا لیکلي ډؤل پاکستان ولسمشر ته د ملاتړ کولو په اړه څه نه دي ویلي. خو همدې خبرو د افغانستان او هند اړیکې پیکه کړلې.
د پاکستان د اختناق او متلاشي کېدو پر وخت په تاریخ کې د افغانستان د سوله ایېز او مثبتو دریځونو بلا کردارونه سجل دي خو پاکستان همېشه افغانستان د تضعیف په وخت کې له خوګ ګوتې نیولی دی.
د ذات البیني جګړو پر وخت د مواقعو څخه د استفادې لپاره بلا پاکستاني استخبارات په عادي لباسونو کې ځای پر ځای شوي و چې د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې هم چې افغانان د کورني جګړو د محشري پړاوونو څخه تازه را وتلي و پاکستان د خپلې فرصت طلبه پالیسۍ له مخې د لاسوهنو ګړندۍ هڅې پیل کړلې.
د کونړ د نښترو په ریبلو یې اشر جوړ کړی و خو مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله په کونړ کې نښتر ریبونکو پاکستانیانو ته په یوه جدي عکس العمل اخطاریه ورکړله.
همداسې د ډیورنډ په کرښه د دروازو له منځه وړل او بیا د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو په تړاو د نصیرالله بابر غوښتنه او د مشرمُلاصاحب رحمه الله توند جواب او له دسترخوان څخه پورته کول یې چې د تاریخ ویاړمن باب دی دا ټول زموږ سره د هغه بدو تعاملاتو انځورونه دي چې په دشواري وضعیت کې رامنځته شویدي.
د امریکایي اشغال پر وخت د تحمیلي ګوډاګیانو (کرزي او غني) معاملې چې د پاکستان سره یې کړیدي زموږ د تاریخ تر ټولو توره او بدنامه دوره ده.
په وروستیو کې د پنجاب سره د اشرف غني د معاملو تاریخ بربنډ شو:
د ډیورنډ كرښې نه دېخوا د پاکستان راتلل، د ازغن تار يؤ اړخیز تېرول ،د sop په نامه تړون چې له امله یې پاکستان نوې دروازې او پوستې جوړې کړي، د استخباراتي همكاريو په نامه د پاكستان د مخالفينو(ttp) له منځه وړل، قبایلو انضمام، په کرښه کې پرتې سیمي پلورل، پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله په شهادت رسول ،پاکستاني طالبان پنجاب ته سپارل … او دېته ورته نورې بلا معاملې چې لا څرګندې نه دي ترسره شویدي او دا ټولې موافقې د یوه لاسپوڅي ادارې مشر “اشرف غني“ سره هغه وخت شوي چې موږ افغانان د اشغال کوربانه؛ او د ضعف په کرښه ولاړ و، خو نن هم افغانان د همدې پرونیو ګوډاګیانو د قبیحو کړنو پور پرېکوي.
پاکستان؛ خپلې دې بې مردانګي او دوه مخي سیاست ته پای کېنښود او تر دې پورې یې ادامه ورکړله نن چې زموږ په جغرافیه کې امارت حاکم او د ازادۍ پتمنه فضا مهیا ده خو د سیاسي تجرید، نړیوالو ننګونو او د اقتصادي ځوړ حالت څخه په استفادي یې نن یؤ وار بیا په ډېرې بې رحمۍ سره زموږ څیرې ګرېوان ته لاسونه واچول او له ازادۍ وروسته یې د کاذبې فضا یعنې نړیوالو ته د افغانستان څخه د خطر د محسوسولو د انځورولو لپاره د تبلیغاتو ترڅنګ په کندهار، هلمند، خوست، نیمروز او زابل کې بلا جګړې وکړلې، سیم خادار د تېرولو ناکامې هڅې وشوې او په پلمو جوړولو سره یې د تورخم او بولدک دروازې د افغان مریضانو په وړاندې قرنطین کړلې.
پاکستان په همدغه خپل ټیټ تهذیب سره د رمضان په مبارکه میاشت کې په خوست کې د وزیرستان غیور قوم بمبار او تر دېرشو زیات یې په شهادت ورسول.
په دې دوه کلن امارت کې ددې ټولو ناخوالو باوجود اوس د پاکستان مؤقت حکومت چې د استخباراتو او پوځ په اشاره د خپلو نامشروع غوښتنو د منلو د فشار په خاطر د افغان مهاجرینو جبري او په بېرحمه شکل ایستلو ته کار ویلی؛ دا نو هغه پړاو دی چې په تنګ وضعیت کې د پروت افغان حکومت له پاره تر بحران کم ندی که څه هم افغان حکومت د یوه ښه او منظم سیستم له لارې د افغان مهاجرینو بوج او څپې ښه مدیریت کوي خو دا تکلیف رسوونه بیا د یوه بد او سرطاني ګاونډي کار دی.
تاسې په همدې کردارونو کې د ښاغلي ظاهرشاه مهذب سیاسي دریځ او د فرصت طلبه پاکستان نیت او مواقف تحلیل کړئ.
دا منو چې زموږ اوسنۍ اوضاع پېچلې، له جنګ تازه وتلي او د داخلي اړخه هم له ستونزو ډک او په نړیواله سطحه بیا د انزوا برخلیک لرو د یؤ هېواد د کمزورۍ لپاره دا هغه فکتورونه دي که هر هېواد ورته برخلیک سره مخامخ شي د زوال کندې ته لویږي مګر په همدې موقف کې بیا هم اسلامي امارت د سالمیت، حاکمیت او ددې جغرافیي د حیثیت ساتنې لپاره له نړۍ سره فوق العاده تفاوت لري او په همدې لنډه موده کې یې د ایران، تاجکستان او پنجاب په وړاندې ښه امتحان ورکړ.
د پاکستان سره به ددې پېچیده قضیې لپاره سیاسي او یا نظامي حل پیدا شي خو په سیمه کې یې د قساوت او د بې ننګۍ هغه تاریخ پرېښود چې د کافرو یرغلونه یې په خپل متجاوز اقدام سره تت کړل او د افغانو پرګنو د کرکې اوج ته یې مشروع بڼه ورکړله.
اسلامي امارت باید پوه شي چې ددې سیاسي مثبت تحول څخه په استفادې همدا د ولسي متحرک فعالیت، متلاشي کېدو مخنیوی او د انسجام لپاره تر ټولو طلایې فرصت دی چې د پنجاب او نورو ګاونډیانو په تړاو د اړیکو یؤ نوی داسې فصل پرانیستل شي چې په معقول قاطعیت، تدبر، سیاسي بصیرت او د تصمیم مراجع یې د سیاسي لرلید څخه برخمن شخصیتونه وي چې افغانستان پکې د سیال،د برم تحفظ او مترقي والي په لور ګړندي ګامونه پورته کړي