د کابل ښاروالۍ چارواکو خبر ورکړی، چې د څلورمې او ۱۵ مې ناحیې اړوند له شهید هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې د پنځم سړک تر څلورلارې پورې یې، د سلطان محمود غزنوي سړک د دوو فرعي سړکونو د پخولو چارې پیل کړې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولین وایي، چې دغه دوه فرعي سړکونه چې ۱۸۴۵ متره اوږدوالی او ۱۶،۵ متره سور لري، دپخولو چارې به یې ډېرې ژر بشپړې شي. د مسوولینو په خبره په دغه پروژه د لښتيو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول هم د سړک په سور کې شامل دي، چې په جوړېدو سره به یې د ښار ښکلا زیاته او د ښاریانو ترانسپورټي ستونزې به ورسره هوارې شي.